!ای پرديو !
الحاج الهام الدين قيام الحاج الهام الدين قيام

 دامريکائي وحشيانوپه ناولولاسونوټولووژل شووشهيدانواوپه خاصه توګه دکندهاردپنجوائي

ولسوالۍ کې ددي ليونيووحشيانوپه چټلولاسونووژل شووشهيدانو ته ئي ډالۍ کوم ٠

 

 

تاسې خوپرديو! ټول په زور دلته راغلي ئې

تاسي وسله وال غله ئې،په چوردلته راغلي ئې

 

تاسوخودسولې په نوم ،مونږ ته جنګ راوړی دی

تاسوموکور وسوو،تک سور اور دلته راغلي ئې

 

تاسومونږته غم،ماتم او وير،  واړه راوړي دي

بل څه مو پلمه کړل، په ترور دلته راغلي ئې

 

تاسې ددوستی په نوم راغلي،دښمني کوئ

ځان ته دوستان وايې، په نيت تور دلته راغلي ئې

 

ډيرپه ځان مغرورئې،خومونږ هرمغرور مات کړیدی

مات به موغرورشي،ډير مغرور دلته راغلي ئې

 

مات ګوډبه ځئ بيرته،روغ له دې ځايه وتل نه شته

پټ به لکه غله ځئ، اوس په شور دلته راغلي ئې

 

زه قيام،پرديو!  تل لعنت  په هغه  چا وايم

تاسو چې دکوم چا ،په دستور دلته راغلي ئې

 

والدورف/جرمني

 


March 14th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان